كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: فضل حکیم عندليب /دير / نېټه:  30.07.2010  / خپرونكئ:  بختيارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : عندليب /دير

زما نظر زما په حال نشته
په دې خبره کې جنجال نشته
ستا د يادونو په وريځو کې هم
چرته يو څاڅکی د وصال نشته
ما وې منګی مې چرته اونه ليده
چا وې ګودر چا وې کلال نشته
چې استقبال ي په ماتم نه کووم
زما په ژوند کې داسې کال نشته
ظالم مې څله له اسمانه ولی
زما د کور خو يو ديوال نشته
هلته مې وران شو د مټۍ ګلونه
دلته د توت په ښاخ کې ټال نشته
ما مې شړۍ په وجود ټينګه نه کړه
ځکه په سر باندې ستا شال نشته
اوس چې دا خپل سټوکی تش ګرځووم
اوس دې مشکڼې په رومال نشته
زه که په سر باندې دستار نه لرم
ستا هم په زنه باندې خال نشته

تاوده حالات ورله قلم لمسوی
په عندليب کې هيڅ کمال نشته


QADARDAN   

SAT SATOKAY PAND PANDOKAY LOOR LAROKAY


بیلتون   

سټوکی //// لالاجي ددې څه معنا


malgary   

Andaleba rora pokh mula ghonda yi


بختیارځدراڼ   

سلامونه وروڼواوخویندو! له متعال څښتن څخه مو روغتیا غواړم ! عندلیب صیب ډېر لوړ اوښکلی غزل مو لیکلی په هر بیت کې یې یوه څانګړې ښکالواوډېرستر پندنغښتی دی ::: بختیارځدراڼ


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي