كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: بختیارځدراڼ / نېټه:  30.07.2010  / خپرونكئ:  رومال اداره  /     چاپي بڼه
یوسترپیغام په هنري ډول : لیکوال : بختیارځدراڼ

هروخت مې چې کوم غزل خوښ شي څووارې یې لولم اوهغه څه چې دخپل ذوق له مخې فهم اوخوند ترې واخلم هغه له نورودوستانوسره ارومروشرېکوم په همدې ډول دښاغلي طائرځلاندصیب دغزل په مقطع کې دیوې ډېرې سترې پیښې  انځورګري شوې څومره ښه یې ویلي :
ورښــــــــــکاره یې چې څـــــهره کړلـــــــــــــــه میراته
اینــــــــــــه دوخت په لاس کې شـــــــــــــــــــــوله ماته
زما په فکردعالم له پاره داغزل یو پوخ دلیل وړاندې شوئ مګردنالوستي له پاره به پرې پوهاوی یوڅه ګران وي دلیل بایدچې له عالم سره وویل شي مونږ اړیوچې دبې علمه دپوهاوي په خاطرمثال راوړوپه همدې بیت کې شاعرفاعل په ابهام ډول پریښئ ترڅولوستونکي اواوریدونکي دخپل ذوق مطابق ترې استفاده وکړي  همدا ابهام ددې بیت ډېرسترکمال دی هغه نوی ترکیب چې زه ورسره مخ شوم( اینــــــــــــه دوخت په لاس) ډېرښکلی او کره ترکیب دی
په ورپسې بیت کې :
نیست خو نه یې ، هــو په هست کې دې ګمان دی
ځـــــــــــان راوپیژنه څـــــــــــــــه یې کایناتــــــــــــــــه ؟
 دهست او نیست کلمې راوړل شوې هست ،نیست په خپلوکې تضادکلمې دي دا د(شته اونشت)کلمې ترڅنګ دګومان کلمه راوړل یوډول پوښتنه رامنځ ته کوي چې د ورته پوښتنې ځواب دهرچا د وس خبره نه ده،مامخکې هم دې خبرې ته اشاره کړي چې دلیل بایددعالم سره وویل شي . که چیرې دوحدالوجود دفلسفې له مخې دا بیت څیړوبیخي یوستربحث ته اړکیږوچې ددې لیکنې د وس نه بهرخبره ده،داچې شاعریقین لري اومني چې کاینات شته خودیوډول مایوسۍ له مخې دګومان اظهارکوي اودالتجاپه  طور دې پوښتنې ته جوازپیداکوي چې ځان راوښایه چې څه یې کایناته؟
په دریم بیت کې :
دهجـــــــــــران دتجـــــــــربې له پاره ګرانـــــــــــــــــــــه
یو څـــــــــــــــه وخت زړه صبروو له مــــــــــــــــلاقاته
 دهجران او تجربې خبره شوې رښتیاهم تجربه یوډېرمشکل کار دی ډېرسترجُهداو خواري ته یې اړتیا وي مګر په دې بیت کې یوسترپیغام په هنري ډول تر خپل محبوب لیږدولی شوی داسې ښکاري چې شاعرله کومې پیښې څخه خبر دی خو دمحبوب په خاطر له ګهنډیر څخه شکرجوړوي اودهجران دتجربې په طوردملاقات نه کولوتوسیه کوي .
په ورپسې بیت کې :
دهرچــــــــــــــــــا سترګو کې زخم ټوکیــــــــــــــــدلی
پرهرونه دزړه وښایمـــــــــــــــــــــــــــه چـــــــــــــــــــــاته
 چې دکومې ناهیلۍ اظهار شوی شاعردخپل ولس په غم په سرو اوښکوژاړلي اوټول ولس یې دځان پشان ویرژلی بللی روانې تراژېدۍ زمونږ ولس ته سوا له زخمونواوپرهرونو نور هېڅ نه دي ورکړي  په جنازو پسې جنازې ،په داسې صورت کې چې افغانستان یو خپلواک ازاد هېواد دی خومتصفانه چې کله په یوه کله په بله بهانه دافغانانو دناپوهۍ له امله اشغال کیږي .
په اخري بیت کې :
یو ګلاب داضطـــــــراب له زړه چــــــــــــــــــــاودونه
چې خوشبــــــــــو شوه ، ځان یې وسپاره هـــــــواته
 پورتنی بیت یې دهغوګلابونوحالِ بیان دی چې خپلې تنکۍ ځوانۍ یې له همدې اضطراب سره لولپه کړې چې که خدای ج یې دهیواداووولس داسانتیاسبب کړي شاعرپیغام راکوي چې عام شه که غواړې چې خاص شې ،همت اومحنت وکړه چې رنګ راوړي او دراتلونکونسلونو له پاره دهوسایۍ اورحت سباب وګرځي علم ته مخه کړه ځکه بغیرله علمه اوهنره ،ممکن هم ناممکن دي له همدې دعاسره چې ښاغلی طائرځلاند دې رب تر ډېرو راته ژوندی لري چې همیشه ترې ورته ښکلې ښکلې غزلې واورو،ترکومه چې ما دا لیکنه کړي صرف اوصرف هغه څه دي چې ما یې مخکې ذکرکړی، تاسو هم دخپل ذوق خواږه پکې ارومروولټوئ
 بختیارځدراڼ


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي